د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وایي، صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري. نوموړي دغه څرګندونې پرون «د کابل نړۍوال نندارتون» په پرانیستغونډه کې وکړې. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، دا چې د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه ده، له همدې ځایه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته زیری ورکوي چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا چارې بشپړې شي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دا هم وویل، هغه څوک چې په صنعت کې پانګونه وکړي او په خپلو تولیداتو کې سرپرست حکومت ته د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي، دوی به له بهر څخه د هغو شیانو د تورید د مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې په موخه د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړه کړي.
دکابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو په هدف جوړ شوی، چې ټولټال پکې ۵۵۰ تولیدي فابریکو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
































