د افغانستان د معلولو لوبغاړو د ویلچر باسکټبال ټیم د اسیا پارالمپیک لوبو د غوراوي په دور کې څلورو هېوادونو ته ماتې ورکړې. افغانستان تر دې دمه د کويټ، فیلیپین، هانګ کانګ او چین تایپه په وړاندې بریا خپله کړې ده. د افغانستان د پارالمپیک کمېټې مسوول کبیر خوشبین وايي چې افغان لوبغاړو پرون د چین تایپه پر وړاندې په بریا سره د دې غوراوي دور پایلوبې ته لار پیدا کړې ده. په پایلوبه کې به افغان لوبغاړي له سعودي عربستان سره مخ شي. د پارالمپیک اسیايي لوبې سږکال اکتوبر په چین کې ترسره کېږي او اوس د غوراوي دور یې په تایلند کې روان دی.
































