د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۸۴۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د سپين بولدک د کډوالو چارو آمر د معلوماتو له مخې ۱۴۱ کورنۍ، چې ۸۱۷ تنه کېږي په خپله خوښه او ۲۴ تنه نور په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي، چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شوي دي.
































