په ایران کې د ګازو د تولید او چاڼ په یوه مرکز کې د ګاز د خپرېدو له امله ۷۰ کسه مسموم شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د یوې تخنیکي ستونزې له امله د ګازو د تولید او چاڼ په یوه مرکز کې له یوې لویې نل لیکې ګاز خپور شوی دی چې اویا کسه یې مسموم کړي دي. د اوروژنې ډله نیم ساعت وروسته په دې بریالۍ شوې چې د ګاز د لا پراختیا مخه ونیسي. ایراني چارواکي وایي چې پېښه په جدي ټوګه څېړي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. ویل کېږي چې په مسمومو کسانو کې ځينې یې له روغتون رخصت شوي دي. بلخوا په ایران کې د برېښنا د تولید په یوه لوی مرکز کې هم اورلګېدنه شوې ده، خو ایراني چارواکو یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
































