د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران د خوشي کېدو په غبرګون کې پر سترې محکمې سختې نیوکې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، شهباز شریف ځکه پر سترې محکمې نیوکه کړې چې پرون یې د عمران خان د خوشي کېدو پرېکړه کړې او د هغه نیول کېدل یې غیر قانوني بللي دي. نوموړي پرون د کابینې غونډې ته ویلي چې د بنګلهدېش تر بېلېدو وروسته د مې میاشتې نهمه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ وه. د محکمې د پرېکړې پر اساس به تر راتلونکې چهار شنبې پورې عمران خان په هېڅ ډول قضیه کې نه بندي کېږي. عمران خان د تېرې سهشنبې په ورځ په اسلاماباد کې امنیتي ځواکونو ونیو، خو د عمران خان پلویانو په پاکستان کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې چې په پایله کې یې یو شمېر پوځي تاسیسات هم ویجاړ شول.
































