د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د ازبکستان په تاشکند ښار کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو د پرمختګ لپاره یو ګډ دفتر پرانیستل شو. یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه دفتر ازبکستان ته د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس د سفر پر مهال د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو تر منځ په درې اړخیزه ناسته کې پرانیستل شو. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبره، په دې دفتر کې به د درې واړو هېوادونو استازي په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې همغږې کوي او همداراز په پام کې ده چې د همدې پروژې یو دفتر په کابل او بل په اسلاماباد کې پرانیستل شي.
































