د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چارواکو ته امر کړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په رامنځته شوي تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان په نښه کړي او وې نیسي. عمران خان د جمعې په شپه ناوخته وروسته له هغه چې محکمې د دوو اونیو لپاره په ضمانت خوشې کړ د محکمې له ودانۍ څخه ووت او د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د خپل پلرني ښار لاهور په لور روان شو. هغه د ځمکې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو، خو د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول”باطل او غیرقانوني” وګڼل. د عمران خان د توقیف کیدو په غبرګون کې د هغه پلویانو له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل. لاریون کوونکو په پوځي تاسیساتو برید وکړ، د دولتي نشراتو ودانۍ یې وسوځوله، بسونو ته یې اور واچوه، د پوځ د یو لوړ پوړي چارواکي کور یې ویجاړ کړ او په نورو شتمنیو یې بریدونه وکړل، چې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د نیول کیدو سبب شول او د پاکستان څو ښارونو ته پوځي ځواکونه ولیږل شول.
































