په ملګرو ملتونو کې د سوريې دايمي پلاوي ویلي، چې د سوريې حکومت هوکړه کړې چې زلزله ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو د مرستندویه توکو د لیږدولو لپاره به د سوريې او ترکيې ترمنځ د باب السلام او الراعي سرحدي پولو د پرانیستلو موده وغځوي. په ملګرو ملتونو کې د سوریې دایمي پلاوي ویلي چې د نوموړو ۲ پولو د پرانیستلو موده به د روان کال د اګست تر ۱۳مې نېټې پورې وغځول شي.
































