مالیې ورازت ویلي، چې د تورخم ګمرک د صادراتو برخې منسوبینو پرون په يوه بار وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شويو ګران بیه ډبرو د قاچق مخه نیولې ده. ویل کیږي، چې په دې ډبرو کې ۴.۱۸ کیلو ګرامه بیروج، ۹۷.۵۰ کیلو ګرامه لیتیم، ۵.۳۰ کیلو ګرامه ګل سولر او ۹۳۰ کیلو ګرامه نفرایت ډبرې دي، چې پاکستان ته لېږدول کېدلې.
































