برېتانیا وايي ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر په کابل کې د برېتانیا له سفیرې مېرمن آلیسون بلیک سره خبرې کړې دي. حنیف اتمر په دې تلیفوني مکالمه کې د زندانیانو پر خلاصون، روان تاوتریخوالي او د سولې پر پرمختګونو خبرې کړې دي. د برېتانیا سفیرې ویلي چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید ژر تر ژره روانه جګړه ختمه کړل شي. سفیرې دغه راز د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم مهمه بللې ده او ټینګار یې کړی چې برېتانیا به د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ او همکاریو ته ادامه ورکوي.
































