د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي نن بریتانیا ته د ناڅاپي سفر په لړ کې د دغه هېواد لومړي وزیر ریشي سوناک سره د مالي او پوځي مرستو پر دوام خبرې وکړې. سوناک د دې شاوخوا دوه ساعته لیدنې پای کې له زلینسکي سره یو ځای د رسنیو مخ ته راڅرګند شو او ویې ویل چې حکومت یې له اوکراین سره د روسیې د برید پر وړاندې درېدو کې د پوځي مرستو او ملاتړ پر ژمنه ولاړ دی. هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د اوږدمهال لپاره د اوکراین پر امنیتي تدابیرو خبرې وشوې.
































