په نيوزیلنډ کې د یوې څلورپوړیزې لیلیې په ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله شپږ تنه مړه شوي دي. فرانس پریس اژانس لیکلي چې دغه اورلګېدنه نن سهار وختي شوې ده او په خبره یې ګڼ کسان له ودانۍ په تېښته بریالي شوي یا یې ځانونه له لوړو پوړونو غورځولي دي. په خبر کې د نيوزیلنډ د ښاروالۍ د چارواکو په حواله ویل شوي چې ممکن مرګژوبله زیاته وي، ځکه د راپورونو له مخې ۱۱ کسان چې په دغې لیلیه کې اوسېدل، لادرکه دي. تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نهدی څرګند شوی.
































