عراقي پارلمان امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې باید شویو هوکړو ته ژمن واوسي. د عراقي پارلمان د کورني امنیت غړي علي الغانمي ویلي امریکا د عراق په تر ټولو امنه سیمه کې له سفارت څخه نظامي اډه جوړه کړې ده. د هغه په خبره، امریکا په دې کار سره د ډيپلوماټیکو سیمو اوسېدونکي وېرولي او دا کار د ټولو هغو هوکړو له موادو سره په ټکر کې دی چې دوی له عراق سره لاسلیک کړې دي. نوموړي له العلومه ویبپاڼې سره په خبرو کې دغه راز ویلي، امریکا دې تر خط پښه نه اړوي ګنې سخت زیان به وکړي. د یادونې ده چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې په عراق کې د امریکا سفارت کې نظامي تمرینات شوي او خلک یې سخت وېرولي دي.
































