د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې چې له کبله یې دوې ماشومې نجونې وژل شوې او دوه نور ټپيان شوي دي. د خوست د امنيې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې دا پېښه نن سهار د اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د بهرام خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم چې دا چاودنه او که د بې پیلوټه الوتکې برید و. نوموړي ویلي چې په پېښه کې ملا امام مفتي فاروق ته کوم زيان نه دی رسېدلی، خو کوچنۍ لورانې يې وژل شوې او دوه ماشومان نور ټپيان شوي دي. د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، سيمې ته امنيتي ځواکونو رسېدلي او د پېښې په اړه څيړنې کوي.
































