د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس ټولنیزې رسنۍ د کرونا وبا پراختیا مسوولې بللې دي. نوموړي زیاته کړې، ټولنیزو رسنیو ځانګړې توګه ټویټر او فیسبوک د دې نړیوالې وبا په اړه ناسم معلومات خپاره کړي او خلک یې د دې ناروغۍ پر وړاندې بې پروا کړي دي. نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې ټولنیزې رسنۍ د دې ته ورته مسائلو برخه کې خورا ګټورې ثابتېدای شي خو په خبره یې؛ له بده مرغه چې دا رسنۍ لیوني نظریات خپروي. هغه زیاته کړې، غلط معلومات چې اکثره یې د ټولینزو رسنیو له لارې خپرېږي خلک دې ته هڅوي چې ماسک ونه کاروي او د یادې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د واکسینونو په اړه دسیسو ته هوا ورکړي چې دا چاره انساني فاجعه رامنځته کولی شي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی دی چې د دې وژونکې ناروغۍ لپاره باید واکسین جوړ او دا واکسین د یو هېواد لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره وي.
































