د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر په کابل کې د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره کتلي او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د ښار جوړولو سرپرست وزیر په په کابل کې د نیله باغ پروژې د په ټپه ولاړو چارو د بیا پیل او سرته رسولو غوښتنه وکړه. نوموړي د چین له سفیر غوښتنه کړې، چې څومره ژر چې کېدای شي د یادې پروژې چارې پیل او ګټې اخیستنې ته دې یې وسپارل شي. سرپرست وزیر له چینایي لوري غوښتي چې افغانستان کې د پانګونې په موخه چینایي پانګوال وهڅوي، ځکه په وینا یې اوسمهال افغانستان کې امنیت خوندي دی او د پانګونې لپاره مناسب شرایط او چاپیریال رامنځته شوی دی. په دې لیدنه کې د چین سفیر وانګ یو، ویلي، چې دوی تمه لري چې د چین او افغانستان ترمنځ به سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر مثبت رول يې ټینګار کړی نوموړي ویلي، ډیرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي، چې د نیله باغ پروژه هم یوه له هغو ده او دوی هم لېواله دي چې چارې یې پیل شي.
































