د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د سپینبولدک له لارې له پاکستان څخه په تېرو درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي. د کندهار د والي ویاند ویلي چې د روانې غويي میاشتې په ۲۳مه، ۲۴مه او ۲۵مه ۱۴۲ کورنۍ چې ټول ۸۶۰ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه افغان کډوال د سپینبولدک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت له لوري ثبت شوي دي. د کندهار د والي ویاند زیاته کړې چې یاد افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره «UNHCR» او نورو مرستندویه سازمانو ته ورپېژندلي دي. دغه افغان کډوال داسې مهال بېرته خپل هېواد ته ستنېږي چې لا هم میلیونونه افغانان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.
































