د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۸۰ بې سرپرسته کورنیو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې دي. دا مرسته د خوراک نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د CHA موسسې په تخنیکي همکارۍ د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امریت له لوري د ۲ میلیونو ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره کېږي، چې هرې کورنۍ ته د ۲۹ افغانیو په ارزښت د شاتو مچۍ او د هغې د ساتنې وسایل ورکړل شوي دي. مرسته ترلاسه کوونکي د داسې مرستو له ترلاسه کولو خوښيي ښيي او هیله مند دي چې د مچیو د ښې روزنې لارې به ښه عاید ترلاسه کړي.
































