د عربی نړۍ مشهور شنونکي او کارپوه «صمدر باري» ویلي، په داسې حال کې چې ایراني چارواکي هڅه کوي، له مصر سره د اړیکو د بیا رغولو لپاره فضا برابره کړي، د اسرائیلو ځینو سفیرانو، په پټه مصر ته سفرونه کړي، څو د عبدالفتاح السیسي حکومت ته ددې اقدام د بندولو اړتیا توضیح کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کناني د ایران او مصر د اړیکو په اړه د خپرو شویو وروستیو خبرونو او څرګندونو په اړه د خبریالانو پښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو د اجرا په برخه کې خپلواک دی او هېڅوک به یې له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو مخه ونه شي نیولی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، هیله لري، چې د ایران او مصر په اړیکو کې د یوې سترې پرانیستې شاهدان اوسي. ده ویلي، په دې برخه کې له مصري لوري سره خبرې اترې روانې دي. نوموړي له مصر سره اړیکې د ایران لپاره مهمې بللې دي. بلخوا د مصر د ګرځندوی وزیر احمد عیسی ویلي، چې د لا زیاتو سیلانیانو د راجلبولو لپاره به د مصر حکومت د ایران په ګډون د مختلفو هیوادونو اتباعو ته د سیاحتي ویزو د ورکولو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
































