د فارس خبری اژانس د رپور له مخې په بشکیک کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د مرکزي اسیا په دریم کانفرنس کې ویلي، دغه هېواد به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تعلیمي کالونو کې د سیمې د هېوادونو د محصلینو لپاره د بورسیو سهمیه زیاته کړي. نوموړي ویلي، په دې موده کې به موږ د قزاقستان د اتباعو لپاره د زده کړې ۲۰۰، د قرغزستان د اتباعو لپاره ۲۰۰ ، د ازبکستان د اتباعو لپاره ۵۰ او تاجکستان ۱۵۲ محصلینو ته د لوړو زده کړو لپاره بورسیې ورکړي. د هغه په وينا، اوسمهال په روسيه کې د منځنۍ اسيا له هېوادونو څخه ١٨٥ زره محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ٦٨ زره زده محصلین د دغه هېواد په لګښت زده کړې کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې ده، په نږدې راتلونکي کې به د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د روسیې د مخکښو پوهنتونونو څانګې هم پرانیستل شي.
































