د رویټرز د خبر له مخې، له روسیې څخه د یورانیمو پر وارداتو د بندیز لایحه پرون د امریکا د استازو جرګې د انرژۍ، اقلیم او امنیت شبکې فرعي کمیټه کې د ۱۸ موافقو او ۱۲ مخالفو رایو په اخیستو سره تصویب شوه. خو دا قانون باید د متحده ایالاتو د دواړو جرګو لخوا تصویب او د ولسمشر لخوا لاسلیک شي، تر څو قانون شي. د استازو په جرګه کې له روسیې څخه د ټیټو غني شویو یورانیمو د واردولو معافیت هم شامل دی او دا مشخصوي، چې د امریکا د انرژۍ وزارت کولای شي له روسیې څخه ټیټ غني شوي یورانیم وارد کړي، ځکه بدیل یې نشته. د اوکراين د جګړې له پيل وروسته امريکا له روسيې څخه د تېلو پر واردولو بنديز ولګاوه او د نورو لوېديځو هېوادونو په ګډون يې د روسيې د خامو نفتو پر توليداتو چې د سمندر له لارې صادرېږي، د بيې لوړوالى وضع کړ، خو تر اوسه يې د یورانیمو پر وارداتو بندیز نه دی لګولی. امریکا د خپل اړتیا وړ یورانیمو ۱۴ سلنه له روسیې، ۳۵ سلنه له قزاقستان او ۱۵سلنه له کاناډا واردوي.
































