د امریکا د خزانې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا او اروپا اړوند ارګانونه په دې سره سلا شوي، چې پر یو شمېر هېوادونو د بندیزونو په برخه کې باید سره یوه خوله وي او هماهنګي ولري. امريکا او متحدينو يې پر روسيې، چين، ايران، سوريې، کيوبا، وينزويلا، شمالي کوريا او ځينو نورو هېوادونو پراخ بنديزونه لګولي، چې د بشري مرستو رسولو بهير يې ګډوډ کړی او د دغو هېوادونو پر خلکو يې منفي اغېز کړی دی.
































