د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان په امنیتي او سیاسي برخو کې د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د هر ډول داخلي کړکېچ د مخنيوي، د سولې د رامنځته کولو، د نجونو د زده کړې او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د پياوړتيا په موخه د نړيوالې ټولنې پر دوامدارو همکاريو ټينګار کړى دى.
































