د کندهار والي ملا محمد شيرین آخند په سویل لوېدیځه حوزه کې د ملګرو ملتونو له استازي الکس کاريټ سره کتلي دي. د کندهار د والي وياند حاجي احمد الله عزيزي وایي، چې په کتنه کې آلکس کارېټ د خبرو پرمهال وویل، چې په سویل لوېدیځه حوزه کې د ملګرو ملتونو اړوند ۱۴ ادارې د سرپرست حکومت تر رهبرۍ لاندې د افغانانو سره ګډ کار کولو ته پوره ژمنتیا لري او په راتلونکي کې به د دوی د پروژو ډېره برخه د بیارغونې وي. ورته مهال ملا محمد شيرین آخند د خبرو پر مهال د پراختیايي پروژو ستاينه کړې ده او غوښتنه یې کړې ده، چې په دغه ولایت کې د چیک ډیمونو او بندنو په څېر دې پراختیايي پروژې پلې کړي.
































