د سټنډرډ ملي ادارې څرګنده کړې؛ چې په فراه ولایت کې یې د بې کیفیه تېلو هغه ۱۶ ټانکره بېرته ایران ته مسترد کړي، چې هېواد ته د ۷۸ میل بندر له لارې رادننه شوي وو. په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
































