د افغانستان د ملي موزیم د ادارې له لوري د دغه نړیوالې ورځې د نمانځلو سره هم مهاله د مس عینک په نوم د هیواد د لرغونو اثارو نوی نندارتون هم پرانیستل شو. د موزیم د نړیوالې ورځې په مراسمو کې د حکومتي چارواکو په ګډون د بهرنیو هیوادونو دیپلماتانو ګډون کړی ؤ چې د افغانستان دلرغونو آثارو د نړیوال او تاریخي ارزښت په اړه پکې ویناوې وشوې. اوس مهال د افغانستان په ملي موزیم کې زرګونه تاریخي آثار شتون لري چې د مس عینک د نندارتون له پرانیستلو سره به د هیواد تاریخي آثار نور هم زیات او د نړیوالو پام به ځان ته راجلب کړي.
































