په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی وايي چې د سرپرست حکومت د بندیزونو باوجود دوی او ښځینه کارکوونکې یې په خپلو دندو بوخت دي. د یونیسف استازي فران ایکویزا په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو ټولې ښځینه کار کوونکې کار کوي. ځینې یې له کور څخه، ځینې یې په دفتر کې او ځینې نورې یې بیا په ساحو کې. ایکویزا زیاته کړه چې دوی لا هم له یو شمېر او خطرونو سره مخ دي او داسې کومه پرېکړه نه کوي چې چا ته خطر ولري. په همدې حال کې د یونیسف استازي فران ایکویزا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. دا مهال په افغانستان کې تر ۲۸ میلیون زیات انسانان، چې څه باندې ۱۵ میلیون یې ماشومان دي، بشري مرستې او حفاظت ته ضرورت لري. په افغانستان غوندې یو دودیز هېواد کې ښځینه کارکوونکي ډېرې ضروري دي چې مېرمنو او کورنیو ته مرستې ورسوي.
































