د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، افغانستان په یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري او دمګړۍ په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. د یاد وزارت سرپرست د روسیې-اسلامي نړۍ اقتصادي څوارلسمې نړۍوالې مجمع کې د خبرو پر مهال چې د روسیې په کازان ښار کې پیل شوې، ویلي، سرپرست حکومت د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې غواړي چې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي. له دې سره سم، د هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې مجمع په حاشیوي غونډو کې په افغانستان کې د شته فرصتونو په تړاو هم خبرې شوې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، روسیه باید افغان سوداګرو ته د ویزې ورکړې او همداراز د ګمرکي تعرفو د راکمولو په برخو کې ډېره همکاري وکړي.
































