قطر د بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه ګڼي. د قطر لومړي وزیر چې په دوحه کې یې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې سره په خبري غونډه کې خبرې کولې، په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پر درناوي او هغوی ته د زدهکړو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ. له دې ټولو سره سره سرپرست حکومت بیا له افغانستان سره د نړۍ د همکاریو په تړاو د دغه قطري چارواکي څرګندونې ستايي او زیاتوي، سرپرست حکومت هم هڅې کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ستونزې حل شي. د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د ناورین پر مخنیوي ټینګار کوي چې تر دې مخکې هېواد یې د ا.ا او لویدیځوالو تر منځ د منځګړي په توګه کار کړی، خو اوس ولیدل شي چې تر دې وروسته دغه هېواد د افغانستان د وضعیت د ښهوالي لپاره نور څه کولی شي.
































