د اطلاعلات او کلتور سرپرست وزیر وايي، تاریخي اثار د ملتونو ګډه شتمني ده او ساتل یې هم د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي پرون د موزیمونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې د موزیمونو او تاریخي اثارو د ساتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا اثار باید له سیاسي موضوعاتو سره ونه تړل شي. د ثور د ۲۸، د موزیمونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالار کې د دې ورځې د درنښت ترڅنګ د مس عینک د لرغونو اثارو نندارتون پرانیستل شو.
































