د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې د سولې او سوکالۍ په ګټه دی. شریف زیاته کړې چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره رغنده تعامل اړین دی او هغه څه چې نن ورځ ورته اړتیا ده هغه د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو د یوې سلسلې پر بنسټ له ترهګرۍ او د نشه یې توکو سره مبارزه او د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل دی. د هغه په وينا، افغانستان اوسمهال په امنيتي، اقتصادي او بشري برخو کې له ګڼو او پېچلو ننګونو سره مخ دى او ترهګري لا هم د دغه هېواد خلک ګواښي. د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره په مرستو کښې د ایران او پاکستان په رول باندې په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه هیواد د خلکو لپاره د دوامدارې اقتصادي لارې په پراختیا کې خپل رول ولوبوي.
































