د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ترکمنستان د ترانسپورټ له وزیر سره کتلي دي. نوموړي ترکمنستان د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره خوندي لاره بللې او غوښتنه یې کړې، چې په دې لاره دې لګښت کم او زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړل شي. په دې لیدنه کې د تکمنستان د ترانسپورټ وزیر داړوند ستونزو دحل او اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړی. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر دغه راز داسلامي همکاریو سازمان کې د روسیې فدراسیون ځانګړي استازي او تاتارستان جمهوریت د تېلو پروسس دولتي شرکت له رییس سره لیدلي او له دوی یې غوښتي،چې د افغانانو ملاتړ او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
































