هلمند کې یو شمېر بېوزله کورنۍ د بشرې مرستو له ناسم وېش څخه شکایت کوي او وايي کومې مرستې چې په دغه ولایت کې ويشل کیږي، مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي، بلکې هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې واسطې لري . د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی علي محمد وايي چې د دوی په ولسوالۍ کې خلک درې کلنې وچکالۍ سخت ځپلي دي او کومې مرستي چې دلته راځي هغه مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي. دوی وايي په ولسوالیو کې خلک درې کلنې وچکالۍ سخت ځپلي دي او کومې مرستي چې ورځي هغه مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي . خو له دې ټولو سره سره په هلمند کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداره د خلکو دغه ادعاوې ردوي. د دغې ادارې رییس وايي چې مرستې مستحقو کورنیو ته ورکول کېږي او د شفافیت رامنځ ته کېدو لهپاره دوی پوره پوره هڅې کوي.
































