د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند سیند د حقابې په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت وروستۍ اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان په بندونو کې د اوبو شتوالي او نهشتوالي معیار سیاسي بیانیه نه؛ بلکې عیني او تخنیکي کسان معلوموي. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه زیاته کړې، په وروستیو میاشتو کې یې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څخه يې په ځلونو غوښتنه کړې چې د اوبو د کچې د اټکلولو لپاره دې یوه تخنیکي پلاوي ته امکانات برابر کړي، خو په وینا یې سرپرست حکومت دا کار نهدی کړی.
































