د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ګلانو کروندګر وايي، سږ کال يې د بارانونو او ږلۍ له امله حاصلات کم شوي دي خو په ټوله کې د ګلانو له کاروبار راضي دي. د دغه ولایت کروندګر وايي، د کوکنارو په پرتله د ګلانو کښت ورته اسان دی. ننګرهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ګرمه هوا لري او همدا لامل دی چې ګلان، لیمو، نارنج، مالټې او کېلې پکې ښه حاصل ورکوي.
































