د اندونیزیا د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې هېواد یې په پام کې لري راتلونکې اونۍ جاکارتا ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر پر مهال له تهران سره سوداګریز تړون لاسلیک کړي. ایراني رسنیو د اندونیزیا د سوداګرۍ وزارت لخوا خبر ورکړی چې دا لاسلیک به جاکارتا ته د ابراهیم رییسي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شي. د دغه راپور پر بنسټ، جاکارتا او تهران د دې هوکړې په اړه د خبرو اترو وروستي پړاوونه بشپړ کړي دي. د اندونیزیا د سوداګرۍ وزارت د دوه اړخیزو خبرواترو مشرې جهاني مارتا ویلي چې ایران د اندونیزیا یو غیر روایتی تجارتي شریک دی. نوموړې دې سوداګریز تړون سره، هیله ښودلې چې له دې سره به د صادراتو فرصتونه به پراخ شي.
































