د امریکا د کارولینا ایالت په یوه شپني کلپ کې د یو وسله وال کس په ډزو دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. سي ان ان د یاد ایالت د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. د پولیسو په خبره په دې برید کې دوه تنه وژل شوي او په وینا یې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي خو د دوو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. پولیسو زیاته کړې چې بریدګر تر ډزو وروسته په ګڼه ګوڼه کې د پېښې له ځایه تښتېدلی دی او د موندلو په موخه یې د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
































