د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش پرون ناوخته د ا یران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره په ټلیفوني خبرو کې د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې او دغه راز د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي. د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو خبرو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو، د نجونو د زده کړو او مېرمنو د کار، د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، د نشهيي توکو د تولید او قاچاق پر مخنیوي او نورو موضوعاتو خبرې وشوې. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې ناسته مثبته بللې ده. عبداللهیان ویلي چې دوی په خپل کور کې له پنځه میلیونه څخه د زیاتو افغان کډوالو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.
































