د حج او اوقافو وزارت د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان د افغانانو د لومړۍ ډلې د استولو خبر ورکړ. د دغه وزارت په وینا، په لومړۍ جوپه کې تېره شپه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه ۳۴۶ افغانان سعودي عربستان ته روان شول. د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، دوی به سږکال د څلورو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته ولېږدوي. تېر کال له افغانستانه ۱۳زره ۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته تللي وو. د حج او اوقافو وزرات ویلي، سږ کال به پر هر تن د حج د ادا کولو له درکه ۳زره ۹۲۴ ډالره لګښت راشي.
































