د بدخشان ولایت سیمهییزو چارواکو د کان ښویدنې په پېښه کې د درېیو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست حکمت الله محمدي ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د محمدي په خبره، یاد کسان د طلا د پیدا کولو په لټه کې وو، چې کان پرې رالوېدلی دی.
ډېری وخت دغه ډول پېښې د غیر معیاري کان کېندنې په پایله کې رامنځته کېږي.
































