د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر په سلوادور کې د فوټبال د یوې سیالۍ پر مهال د نندارچیانو په ټېل ماټېل کې د ۱۲ کسانو د مړینې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده. لوبه د دوو سیمه ایزو لوبډلو ترمنځ وه. دا پېښه پرون د سلوادور په مرکز سن سلوادور کې د «کاسکتلان» لوبغالي ته د نندارچیانو د ننوتلو پر مهال شوې ده. له دغې پېښې وروسته لوبه وځنډول شوه او د بېړنیو حالاتو کارکوونکو له میدان څخه خلک واېستل. د اضطراري حالاتو د څانګې ویاند ویلي دي د څه باندې ۵۰۰ کسانو، چې په پېښه کې ژوبل شوي وو، درملنه یې کړې ده. نوموړي ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ تنه نور، چې وضعیت یې ښه نه و، روغتونونو ته انتقال شوي دي.
































