د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نښته کې دوه پوځیان وژل شوي. یاده نښته تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې چې په پایله کې درې وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي. تر دې دمه د برید مسوولیت چا نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې په بلوچستان کې هم درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو. د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، په روان کال کې شاوخوا ۱۳۷ پاکستاني پوځیان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.
































