د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، تېر ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې په ماین چاودنو، له جګړې پاتې د ناچاوده وسیلو او په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو وسیلو په چاودنو کې له اوه سوه زیات ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. اوچا دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې دا په ورځ کې په متوسط ډول دوه ماشومان دي چې په افغانستان کې د چاودنو قرباني کېږي. اوچا دغه څرګندونې د ملکیانو د خوندیتوب د اوونۍ د شپږمې دورې له پیلېدو سره چې پرون یکشنبې د مې په ۲۲مه پیل او د مې تر ۲۵ پورې دوام کوي، کړې ده. د ملکیانو د خوندیتوب اړوند مسایلو په اړه به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه سرخلاصي غونډه کې هم بحثونه وشي.
































