د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د هرات ولايت د اسلام کلا له لارې له ايران څخه ۲۳۴۸ تنه افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شول. د اسلام کلا د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو کډوالو له ډلې ۶۰۱ تنه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
































