د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې سرپرست حکومت له ایران سره د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی او زیاتوي چې ایران باید افغانستان کې اقلیمي بدلونونو ته هم پاملرنه وکړي. نوموړی وايي، وروستیو کې افغانستان کې وچکالي او اقلیمي بدلون د دې لامل شوی چې په کمال خان، کجکي او نورو بندونو کې اوبه کمې شي. هغه همداراز له ایراني چارواکو غوښتي چې خپلې غوښتنې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره په سمون کې وکړي اوله دغه هېواده یې په کلکه غوښتنه وکړه چې د اوبو حیاتي موضوع دې نه سیاسي کوي. ده همداراز زیاته کړه که څوک غواړي د کار لپاره له افغانستانه په خپله خوښه نورو هېوادونو ته سفر وکړي، هېڅوک یې مخالفت نهکوي، خو ورته مهال یې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ هغو کسانو ته ویزې ورنهکړي چې وايي، په افغانستان کې یې سرونه خوندي نهدي.
































