د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې په راتلونکې کې د چین د ښو اړیکو د دوام هیله څرګنده کړې ده. په دې لیدنه کې د چین سفیر په تحصیلي ډګر کې له افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنه کړې او ویلي یې دي چې هېواد به یې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره خپلو مرسته ته دوام ورکړي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کی د افغان محصلینو د وېزو او سکالرشپونو په برخه کې ستونزې حل او افغان محصلینو ته لا زيات سكالرشيپونه ورکړي.
































