د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې هر کال د لسو او ۱۲ زرو ترمنځ کسان د نري رنځ له کبله مري. عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د مخنیوي نړیواله ورځ نن په کابل کې په یوه غونډه کې ونمانځله. د مارچ ۲۴ مه په نړۍ کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې دا ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته ونمانځل شوه. د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین ویلي، چې تیرکال په افغانستان کې د نري رنځ ۷۶ زره پیښې او هم د درملو پر وړاندې د مقاومت ۴۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې. نوموړي وویل، چې د نري رنځ ناروغي یوه ساري ناروغي ده او په لسو هغو ناروغیو کې شامله ده، چې په نړۍ کې د خلکو ژوند اخلي.
































