د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۹مه د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې مشري وکړه او د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د همکاريو په هکله د اړوندو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ د ميکانيزم پياوړتيا، د سوداګريزو اړيکو د لاټينګېدو، يو له بل سره د وصل کېدو او سيمه ييزې سولې په شمول اته فقره ييز وړانديز وکړ. دې سرمشريزې به د چين او د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو او د سيمې د نورو هېوادونو پر پرمختګ څه اغېز ولري؟ په دې هکله د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان سیاسي شنونکي جاويد غورځنګ سره مرکه کړې. هغه وويل چې ياده سرمشريزه د منځنۍ اسيا هېوادونو د اتصال د پیاوړتيا او په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د آبادۍ پروژې د پراختيا لپاره خورا اغيزمنه او مهمه ده.
د ده په اند دغه سرمشریزه د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټینکېدا، پراختيا او د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د همغږۍ لپاره خورا مهمه او ګټوره ده. دا ډول سرمشريزه د يادو هېوادونو ترمنځ په اړيکو او د همغږۍ په پياوړتيا کې نوی باب رامنځته کوي او د منځنۍ اسیا د اقتصادي اتصال لپاره ډېره مهمه بلل کيږي. هغه وویل، دغه سرمشريزه ځکه مهمه ده، چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي پروژو، د سوداګرۍ ټينګښت، د پانګونو زیاتېدو، د صنعتي چارو د پياوړتيا د ميکانيزمونو پر جوړېدو او د ګډو همکاريزو فرصتونو په باب نظريات وړاندې شول، دغه راز د هر اړخيزو همکاريو زمينې برابروي. د دې سرمشريزې اغيز څرګند دی، دا به د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو پر سياسي او اقتصادي اړيکو او د سيمه ییز اقتصادي اتصال د تدبيرونو، اسانتياوو او د دوه اړخيزو پانګونو کچې لوړېدو زمینه برابروي، همغږي يې رامنځته کوي، د دې هېوادونو ترمنځ به پیوستون، ترانسپورټي چارې او د دوه اړخيزو توکو ليږد راليږد زيات شي.
په دې سرمشريزه کې رئيس شي جين پینګ په خپله وينا کې داسې هم ويلي، چې د وروڼو په څېر دوستي د هر ډول شتمنۍ په پرتله قيمتي ده، او غوښتنه يې کړې، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه سره یو موټی شي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او ګډو همکاريو له لارې ګډ بريالیتوبونه تر لاسه کړي او ښه راتلونکې برابره کړي. روان کال د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له لسمې کاليزې سره برابر دی. د دې وړانديز له کبله د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ اړيکې لانږدې شوې او د سيمې نورو هېوادونو ته هم ډېر فرصتونه برابر شوي دي.د ښاغلي غورځنګ په اند د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پروژې په پلي کولو سره به افغانستان ته هم د پرمختګ ډېر فرصت برابر شي. هغه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پروژه چې د چين د دولت رئيس شی جین پينګ مفکوره او نوښت دی، د سيمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره يو ښه فرصت کيدای شي. دا هم هغه تګلاره ده چې د هېوادونو ترمنځ د همکاريو ډګر ورسره پراخېږي، د دې پروژې د پلي کولو له کبله د هېوادونو د ګډ برخليک د ابادۍ او د ګډو ګټو تحقق لپاره ښه فرصتونه رامنځته کولای شي. افغانستان د منځنۍ اسيا تر ټولو ښه جيوپولېتيک موقعيت لري او د يو کمربند او يوې لارې د پروژې شامل مهم هېواد شمېرل کيږي. دغه پروژه د افغانستان پر اقتصاد او سوداګرۍ مثبتې اغيزې لري چې له امله يې زمونږ په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه راټيټېدای شي او کاري فرصتونه به رامنځته شي. افغانستان د اسیا څلور لارې په نوم يادېږي، خو له دې لارې نورو هېوادونو ته سیمه ییز اتصال ښه صورت موندلی شي. دا به هم د توکو په انتقال او ترانسپورت کې مهم رول ادا کړي او دغه موثروالی به د افغانستان پر اقتصادي او امنيتي وضعيت خورا مثبتې اغيزې ولري. زمونږ هېواد د سوداګرۍ ټرانزیټ ودې لپاره د وچو بندرونو پراختيا ته اړتيا لري او د يو کمربند او يوې لارې پروژه د هېواد یوازينی هغه فرصت دی چې افغانستان ورڅخه په ښه شان ګټه اخيستلی شي او په اسانۍ سره کولای شي چې خپل توکې نړيوالو بازارونو ته په عالي کيفيت ورسوي.
څه موده دمخه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو د پنځمې غونډې یوه ګډه اعلاميه خپره شوه. چين په دې ډیالوګ کې پر دې ټينګار کړی، چې افغانستان ته د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز له غځېدو څخه به ملاتړ کوي. دغه دهليز د یو کمربند او يوې لارې پروژې په توګه يوه مهمه برخه ده. په دې اړه ښاغلي غورځنګ ويلي چې که دغه پلان تطبيق شي، افغانستان څو لاسته راوړنې لرلی شي: لومړی، افغانستان په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو په له منځه وړلو کې مهم رول ادا کولی شي. دوهم، افغان ولس په اقتصادي شکل بسیا کیدلی شي. درېیم، د درېیو هیوادونو په امنیتي کنټرول مثبت تاثیرات درلودلی شي.
په عین وخت کې رئیس شي جين پينګ د چین او منځنۍ آسیا په سرمشریزه کې ويلي چې چين غواړي د قانون اجرا کولو او د دفاعي توان د پياوړتيا لپاره د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره مرسته وکړي، د سيمه ييز امنيت د ساتلو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د يادو پنځو هېوادونو له هڅو څخه ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ چين به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د همغږۍ ميکانيزم د پلي کولو او د دې هېواد د سولې او بيارغونې لپاره هم کوښښ وکړي او چين به د منځنۍ اسيا د سولې او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.افغانستان په منځنۍ اسيا کې موقعیت لري او سوله او د امنيت ساتنه يې نه يوازې د اسيا بلکې د ټولې نړۍ لپاره ډېره مهمه ده. په دې اړه ښاغلي غورځنګ وويل چې د افغانستان امنیت پر ټوله اسیا تاثیرات لري، او همدا شان د اسیا په کچه ستراتیژیک موقعیت لري.که چیرې اسیاييهیوادونه له افغانستان سره ترانزیټي او سیمه يیز تجارت پراخ کړي او په افغانستان کې بېلابیلې پرمختیایي پروژې تطبیق کړي، دغه هېواد به د سولې او پرمختیا مرکز وګرځي.
































