د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د سیمې هېوادونو ته د سفر پر دوام اندونیزیا هېواد ته رسېدلی دی. ایراني رسنۍ وايي، دا په تېرو دوو لسیزو کې اندونیزیا هېواد ته د ایران د لوړ پوړي پلاوي لومړی سفر دی. تر اوسه د دغه سفر جزیات نه دي روښانه شوي، خو ویل کېږي چې دواړه لوري به پر بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو خبرې وکړي.
































