د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسله والو په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې، شاوخوا ۵۰ وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې د ‘ایم او ایل’ په نوم د تېل او ګازو د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل. د دغه برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې خو په سیمه کې په تېرو وختونو کې دشویو زیاترو بریدونو پړه تحریک ط البان پاکستان پر غاړه اخیستې.
































